اقتصاد

د سرو زرو په بيه کې شپږ ډالره کمښت راغلى دى

کابلباختردچنګاښ د مياشتې٢٣
په نړيوالوبازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د پرون په نسبت شپږ ډالره کمښت راغلى دى.
په نړيوالوبازارونوکې پرون يو انس سره زر په ١٣٣٨ډالرو وړاندې کيدل، خو نن په ١٣٣٢ډالرو وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان  ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس دکابل په بازارونوکې يو ګرام مصري سره زر په٢٥٥٠ افغانيو، کويټي په٢٥٠٠ افغانيو، سنګاپوري په٢٤٨٠ افغانيو، بحريني په٢١٠٠افغانيو، عربي په٢٠٥٠ افغانيو، ايراني په١٩٠٠ افغانيو او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو پلورل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته