ټولنه

له بيځايه شويو کورنيو سره مرسته .

-کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٤
په بغلان ولايت کې له داخلي بيځايه شويو کورنيو سره نن دخوراکي توکو مرسته وشوه دغه مرسته دبغلان ولايت  دمهاجرينو دراستنولو دچارو رياست له خوا د ډبليو، اف ، پى په ګډون د مرستندويو موسسو په همکارۍ وويشل شوه
دبغلان ولايت او دمهاجرينو د راستنولو دچارو رييس محمد نعيم کاکړ دباختر آژانس خبريال ته وويل :- هغه بيځايه شوي کسان چې شمير يې ١٤٦٠ کورنيو ته رسيږي د وروستيو جګړو له امله د دهنه غوري په ډنډ غوري او د ډنډ شهاب الدين له ولسواليو څخه د پلخمري ښارته مهاجرې شوې دي .
کاکړ زياته کړه :- په هرې کورنۍ دوه بورۍ اړوه ، لس کيلوګرامه غوړي ،لس کيلو لوبيا ،دخوړو مالګه او چاى وويشل شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته