سیاستخبرونهاقتصادTOP

د ملي سوداګرو پانګونه د هېواد د پرمختګ او هوساینې اصلي لامل دی

کابل باختر

د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن د جوزجان ولایت له یو شمېر عالمانو، مشرانو او سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې کتنه کې مولوي عبدالجبار او حاجي نعمت الله احسان د نورو په استازولۍ خبرې وکړې ویې ویل، د اسلامي امارت په راتګ سره په ټول هېواد کې امنیت په بشپړه توګه تامین شوی او د سوداګرو په شمول د ټولنې ټول اقشار په ارامه زړه خپلې سوداګریزې چارې مخته وړي.
هغوی د یوه خیریه بنسټ جوړولو او دغه راز د هیواد په بېلابېلو برخو کې د پانګونې خبر ورکړ او موخه یې له بې وزلو سره د مرستو ایجاد وباله.
د اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي راغلو عالمانو، مشرانو او سوداګرو ته د ښه راغلاست پر مهال وویل، اسلامي امارت د امنیت د تامین په اړه ځانګړي تدابیر لري. په خبره یې، اوس په هیواد کې د بېلابېلو سکتورونو او برخو د فعالیت لپاره امنیت اړین دی چې د لوی خدای (ج) په مرسته او د مجاهدینو پر هاند او هڅو تامین شوی دی.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال د ملي سوداګرو پانګونه د هیواد د پرمختګ او هوساینې اصلي لامل وباله او له هغوی یې وغوښتل چې په بېلابېلو برخو کې لا زیاته پانګونه وکړي. نوموړي څرګنده کړه، اسلامي امارت دوی ته د هر ډول اسانتیاو برابرولو په خاطر چمتو دی.

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا