-کابل/دوږي ٩مه /باختر
د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت رهبري د حسيني عاشورا د رارسېدو په مناسبت عزادارانو او د افغانستان ټولو دينداروخلکو او د نړۍ مسلمانانوته د زړه له تله تسليت او تعزيت وړاندې کوي.
د اسلام د ستر پيغمبر د لمسي حضرت امام حسين ( رض) او د هغه د يارانو تلپاتې حماسه د اسلام اونړۍ په تاريخ کې په زرينو کرښو ليکل شوې ده او د اسلام د مبين دين د ارزښتونو د ساتنې، عدالت غوښتنې او آزادۍ په ځلانده ښکارنده بدله شوې ده.
د کربلا پر خونړۍ او غمجنې پېښې پيړۍ پيړۍ تېرې شوې ،خو د دغې حماسې ارزښت هيڅ کم نه شو اوپه راتلونکې کې هم نه کمېږي.
زموږ پر دين مين خلک سږکال د عاشورا د وير مراسم په داسې شرايطو کې پرځاى کوي چې په هېواد کې د خونړۍ جګړې د بندولو او د دايمي اوباعزتې سولې د تامينولو په خاطر هلې ځلې لا منسجمې او زياتې شوي دي.
د افغانستان د اسلامي جمهوريت جمهور رييس جلالتماب محمد اشرف غني په يو فرمان کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا غړي او د هغه سياسي رهبري اعلام کړه.
د افغانانوترمنځ د سولې د خبرو اترو د پيل لپاره لاره اواره شوې ده اوهيله لرو چې دغه خبرې اترې په نږدې ورځوکې پيل شي . اسلام د سولې، د يوبل د منلو او اعتدال دين دى اودغه ارزښتونه د حسيني حماسې په تلپاتې پيغام کې راغبرګ شوي دي.
نن زموږ خلک سولې، روغې جوړې، د يوبل منلواو د تشدد اوله تاوتريخوالي څخه ډډې کولوته اړتيا لري اوموږ بايد په دې لاره کې له هيڅ رازهلوځلوډډه ونه کړو.
په پاى کې يوځل بيا د حسيني عاشورا په مناسبت تسليت او تعزيت وړاندې کوو.
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل