امنیت

په ننګرهارکې د طالبانو او داعشيانو د سر دروند زيان

کابل باختر د زمري  اوومه :
په ننګرهار ولايت کې د افغان او ناتو د ځواکونو د هوايي بريدونو په ګدون د نويو پوځي عملياتوپه بهيرکې د طالبانو او داعش ډلو ته د سر دروند زيان اوښتى دى.
  په دغو سترو پوځي عملياتوکې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ ترسره شول؛ په تيروڅليرويشتوساعتوکې د دغه ولايت په ځينو سيموکې د دغو دوو ډلو يوڅلويښت تنه غړي وژل شوي او په لسګونو تنه نوريې ټپيان شوي دي .
دغه بريدونه د افغانستان او ناتو د هوايي ځواکونوله خوا د طالبانو او داعشيانو په سنګرونو ترسره شوي دي .
په لومړى هوايي بريدکې چې د هسکې مينې په ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونوترسره شو؛ شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي دباخترآژانس خبريال ته وويل: په دې بريدکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او يوشمېر نور يې ټپيان شول .
د يوبل خبر له مخې:
په اچين ولسوالۍ کې د داعشيانو په سنګرونو د هوايي بريدونو له امله پنځلس تنه داعشيان ووژل شول اويوشمېر نور يې ټپيان شول .
ويل کيږي په دغو هوايي بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
ديوبل خبر له مخې:
د کوټ ولسوالۍ په مربوطاتوکې د هوايي بريد له امله يوولس تنه داعشيان ووژل شول او شپږ تنه نوريې ټپيان شول .
دننګرهار د والي وياند وايي: په دغو بريدونوکې د داعشيانو او طالبانو ټول سنګرونه ويجاړ شوي دي .
په يوبل خبرکې ويل شوي دي:
د خوږياڼيوپه ولسوالۍکې د طالبانو په سنګرونو د ځمکنيوعملياتوپه بهيرکې نهه تنه وسله وال طالبان ووژل شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته