خبرونهامنیتTOP

د ملي دفاع وزارت دوه الوتکې بېرته ترمیم او الوتنې ته چمتو کړې

 کابل، غبرګولي۱۷مه، باختر

د ملي دفاع وزارت د هوايي ځواکونو د دوو نورو الوتکو د ترمیم او فعاله کېدو خبر ورکړی دی.

د باختر آژانس د خبر له مخې د یاد وزارت د هوايي ځواکونو قوماندانۍ انجینرانو له اونیو هڅو وروسته، دوه (AN32  روسي او C208) الوتکې بیا فعال او د کابل په اسمان یې بریالي پروازونه تر سره کړل.

AN32 الوتکې چې په هر ډول شرایطو کې د مقاومت له پلوه د لوړ کیفیت لرونکي دي، د دغو الوتکو په بیا فعالیدو سره به د پوځي ټرانسپورټ او لوژستیکي لیږد له ډګره دغه تشه ډکه شي.

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې هم د افغان هوايي ځواکونو تخنیکرانو او انجینرانو یو شمېر غیر فعالې او ویجاړې شوې الوتکې فعالې او ترمیم کړې وې.

افغانمل

نمایش بیشتر

نوشته های مشابه

دکمه بازگشت به بالا