خبرونهټولنهروغتیا

په لوګر کې په نشه یي توکو د لسګونو روږدو کسانو درملنه شوې

کابل، د سلواغې ۲مه، باختر

د لوګر د عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي چې په نشه يي توکو روږدي ۲۳۱ کسان تر درملنې وروسته خپلو کورونو ته ستانه شوې دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست د مطبوعاتو مسوول ډاکټر فهیم الله لودین باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت سره په ګډه همغږۍ د ۱۴۰۲ کال له پیل څخه تر دې مهاله، ۳۰ بستریز روغتون کې د ۲۳۱ روږدو کسانو درملنه کړې ده.

لودین وویل، چې د اسلامي امارت له راتګ سره د روږدو کسانو د راټولو او درملنې برخه کې د بې مخینې ګامونو د اوچتولو سربېره، په لسګونه تنه نورو روږدو کسانو درملنه په کورونو کې شوې ده او دغه راز زرګونو کسانو ته عامه پوهاوی ورکړل شوي دي.

په ورته وخت کې د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ ویاند احمد الله انس وايي، چې په یاد ولایت کې پر ۲۳۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار او چرس اړول شوي او ترڅنګ یې د کشفي او امنیتي ارګانونو له لوري ۷۰ تنه د نشه يي توکو د پېر او پلور په تور نیول شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې اوس مهال په یاد ۳۰ بستریز روغتون کې ۳۰ تنه روږدې کسان درملني لاندې دي او د روغتون د ظرفیت لوړونې په پار هڅې روانې دي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته