خبرونهټولنهورزش

د ملي لوبډلې پياوړی لوبغاړی راشد خان په پکتیکا کې ۲۵ کورنیو ته کورونه جوړوي

کابل، د زمري ۲۵ مه، باختر

د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د ارچې په کلي کې د افغانستان د ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان ارمان خیریه بنسټ ۲۵ زیانمنو شویو کورنیو ته د استوګنې کورونه جوړوي چې د رغولو چارې یې نن پيل شوې.

په برمل ولسوالۍ کې د اسلامي امارت ځايي مسؤل مولوي مطیع منصور وايي، چې نن د ملي لوبغاړي راشد خان خیریه بنسټ له لوري د برمل ولسوالۍ ارچې کلي کې ۲۵  کورونو د رغولو چارې پيل شوې.

د برمل ولسوالۍ اوسیدونکي د ملي لوبغاړي راشد خان بنیادي کارونو ته زیات خوشاله دي او له نورو خیریه بنسټونو یې هم غوښتنه وکړه چې په برمل کې ورته پروژې پلي کړي.

برمل د پکتیکا هغه ولسوالۍ ده چې په هېواد کې د وروستیو زلزلو له امله یې خلکو ته درانه مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

س.صدیقي

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا