امنیت

دطالبانو يو جګپوړى قوماندان په ميدان وردګوکې ووژل شو

کابل باختر دوږي  ديرشمه :
  د وسله والو طالبانو ډلې يو جګپوړى قوماندان پرون په ميدان وردګو ولايت کې له امنيتي ځواکونوسره په جګړه کې ووژل شو .
ملا بلال هغه وخت ووژل شو چې دده په آمر په لسګونوکسانو د دايميرداد ولسوالۍ پر دولتي او پوځي تاسيساتو بريد وکړ.
د ميدان وردګو ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي: دطالبانو په دې بريدکې د دغې ډلې يو قوماندان ملا بلال ووژل شو اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول .
  خبرپاڼه زياتوي: نور يرغلګر طالبان د شپې له تورتم څخه په استفادې سره وتښتيدل .

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته