امنیت

په ننګرهار کې په نويو بريدونوکې اتلس تنه داعشيان ووژل شول

کابل باختر  دچنګاښ  دريمه :
د داعشيانو د ډلې  ١٨ تنه غړي دهېواد په ختيځ کې دهوايي ځواکونو په نويو بريدونوکې ووژل شول .
دغه داعشيان د ننګرهار ولايت په ځينو سيموکې د پوځيانو دعملياتو په بهيرکې وژل شوي دي .
دننګرهار ولايت دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې دغه داعشيان د وروستيو  ٢٤ ساعتونو په بهير کې وژل شوي دي . 
ده وويل: په وژل شويو ډار اچوونکو کې درې تنه پاکستاني اتباع هم شامل دي  په دغو بريدونوکې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانوپه ننګرهارکې ديولړ چاودنو دترسره کولو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو نن سهار دننګرهار ولايت له ګن ميشتو لارو څخه پنځه ماينونه کشف او شنډ کړل .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي.
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په  ننګرهار ولايت کې د ډار اچوونکو دجنګي وسايلو د دوو  ډيپوګانې په کشفولو بريالي شوي دي.
دغه ډيپو ګانې دخوږياڼيو او دکوټ په ولسواليو کې د ډار اچوونکي په پټنځيوکې ساتل کيدل، له دغو ډيپو ګانو څخه  يوه اندازه  سپک او درانده  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي  .
سيمه ئيز مقامات وايي چې داعشيانو ددغه ډيپو له وسلو اومهماتو څخه په خپلو ډار اچوونکو بريدونوکې استفاده کوله .
  ختم_ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته