نړۍ

د امريکا جمهور رييس د طالبانو د ډلې د مشر وژل کيدل تاييدکړل

واشنګتن  باختر د غبرګولي  دريمه :
د امريکا جمهور رييس بارک اوباما په يوه وينا کې تاييدکړه چې دطالبانو د ډلې مشر ملا اختر محمد منصور په يوه هوايي بريدکې وژل شوى دى .
  په هغې خبرپاڼه کې چې نن د بارک اوباما له خوا خپره شوه؛ ويل شوي دي: د امريکا جمهور رييس دطالبانو د ډلې د مشر وژل کيدل په افغانستان کې د سولې د ټينګښت په لاره کې يو مهم اقدام بللى دى.
  په دې خبرپاڼه کې چې ويتنام ته داوباما دسفر په وخت کې خپره شوې ده؛ دغه راز ويل شوي دي چې دغه بريد په افغانستان کې د سولې او امنيت د تامينولو په لاره کې د هڅو يوه برخه ده او بايد د افغانستان له حکومت سره  سولې او خبروته د طالبانو د هڅولو لپاره د فشار د وسيلې په توګه استفاده وشي .
اوباما زياته کړې ده چې طالبان بايد له دغه فرصت څخه په افغانستان کې  د اوږدې جګړې د پاى ته رسولو او د افغانستان د سولې په بهيرکې د مشارکت لپاره د يوې ريښتينې لارې په توګه چې په دغه هېوادکې د هميشنۍ سولې د ټينګښت سبب  کيږي؛ استفاده وکړي .
ده ويلي دي چې امريکا اوس د ملا اختر محمد منصور  په وژل کيدو باور لري، که څه هم مقاماتو په سملاسي ډول د ده وژل کيدل نه و تاييد کړي؛ خو اوس په دغې موضوع باور لري .
بارک اوباما ويلي دي چې طالبان د پخوا په شان د امريکا لپاره د هدفونو په توګه بلل کيږي؛ ځکه دوى په امريکايي ځواکونو او د هغوى په متحدينو د دايمي بريدونو پروګرام لري .
امريکا به هم د هغو بنسټپالو شبکو پرخلاف چې په امريکا بريد وکړي؛ لازم اقدام ترسره کړي .
د امريکا جمهور رييس دغه راز ويلي دي چې له پاکستان سره د گډو هدفونو په باب کار کوي او په هرځاى کې چې تروريستان وګواښي؛ بايد هغوى ته خوندي ځاى نه وي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته