سیاستخبرونهتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ملي مقاومت جبهه د منشور په جوړولو سره ځان تېر باسي

 کابل، د زمري٢٥ مه، باختر

د افغانستان اسلامي امارت د افغانستان د مشروع نظام په توګه ځان په هېواد کې د ټولو ملي او ديني ارزښتونو مدافع بولي او اجازه نه ورکوي چې د دغه شان يو نظام په جوړولو کې ګډوډي رامنځته شي.

د باختر آژانس مبصر ليکي: په افغانستان کې د اسلامي امارت د بيا برياليتوب له کالیزې سره جوخت يو شمېرکسان چې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهي په نامه راټول شوي خپلې اساسي کرښې او يا د دوى په خبره خپل منشور یې خپور کړى چې  ٣٤ مادې لري.

هغوى ژمنه کړې، چې ګنې د اسلامي امارت ضد ټولې ډلې د قومي، ژبني، مذهبي او فکري تفکيک پرته د ملي مقاومت له جبهي سره پيوستون ته رابولي خو د يو نظام تر جوړولو پورې چې هغوى هغه شرعي نظام معرفي کړى، مبارزه وکړي.
د افغانستان د امنيتي او دفاعي ځواکونو بيا راټولول او احياکولو ته د خپل کار په لارښود کې ځاى ورکړى او د سولې تر رسېدو پورې به مقاومت وکړي.

د اسلامي امارت په نظر د افغانستان ملي مقاومت جبهه يو بې هؤيت بهير دى چې غړي يې له افغانستان څخه ډېر لرې کله کله غږ کوي او ځان د يو سياسي او وسله وال بهير په توګه معرفي کوي او د موقعيت او هؤيت داسې تعريفوي چې ګنې د موجود نظام پر وړاندې د وسله والې مبارزې توان لري او له هرې لارې او دريڅې کولاى شي د حکومتوالۍ په بهير کې ګډوډي رامنځته کړي.

په داسې حال کې چې داسې نه ده هغوى کومه ځانګړې جغرافيا په واک کې نه لري او د دې ترڅنګ له وګړني ملاتړ څخه هم بې برخې دي ځکه زياتره کسان چې په دې جبهه کې شتون لري د افغانستان خلکو ته معلوم دي، د هغوى کارنامې له فساد او بدماشۍ څخه معلوم او روښانه دي او نور خلک پوهېږي چې هغوى څوک و او څه شول او اوس هم د خپل پروني هؤيت د ژوندي کولو او د خلکو پر اوږو پر ځاى نيولو سره  څه وړتيا غوښتنه چې نه کوي، هغوى چې د مقاومت خبره او يا کومه بله خبره کوي يوازې ځانونه تېر باسي ځکه په لومړي ګام کې اسلامي امارت هيڅ اخلال ګر ته په هېواد کې د سولې او ثبات د ورانولو اجازه نه ورکوي او په راتلونکي ګام کې خلک پوه شوي چې پروني مفسدين چې په يوه شپه کې ننني هېواد پالان شول د مقاومت جبهې تر چترلاندې څه غواړي او څه موخې لري .

که چېرې دا ډله د هېواد د حالاتو د ښه والي لپاره کوم پروګرام يا اجنډا لري اسلامي امارت په هېواد کې د هيچا د کار مخه نه ده نيولې، له افغان شخصيتونو سره د اړيکو کميسيون يې جوړ کړى چې د پخواني رژيم مقامات او مامورين د هېواد د بيا رغونې او خلکو ته د خدمت کولو علاقمندي لري وکولاى شي هېواد ته راستانه شي

او خپلو خلکو ته د اسلامي امارت د ملاتړ تر چتر لاندې خدمت وکړي.

که چېرې د مقاومت جبهه د پخوانيو وسله والو او امنيتي ځواکونو د احياکولو په  فکر کې دي اسلامي امارت په دغو ځواکونو کې د هيڅ رسالت مند افغان د حضور مخه         نه ده نيولې.

ښه ده هغه کسان چې هلې ځلې کوي چې د ملي مقاومت د جبهې په نامه يوځل بيا د افغانانو په برخليک واکمن شي بايد پوه شي چې اسلامي امارت له ډاراچونکو او بدماشانو سره په مبارزه کې دي او د افغانستان د خلکو د هؤيت او د هېواد سياسي جغرافيي دفاع او ساتنه کوي، مناسبه به دا وي چې د ګوتو په شمار څو تنه چې دومره سياسي پوهه نه لري او په  عين حال کې زموږ د خلکو او اسلامي امارت د مجاهدينو        د ارادې پر وړاندې بې وسه دي د تبليغاتو او د کاذبو ستر ښودلو پرځاى معقول او مثبت فکر وکړي.

ع

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا