امنیت

اووه تنه طالبان ووژل شول او دڅو چاودنو مخه ونيول شوه

کابل باختر دوري دمياشتې  ٢٤ :
اووه تنه وسله وال  طالبان  په  قندهار ولايت کې  دنويو جګړو په  بهيرکې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو نن سهار په  ژيړي ولسوالۍ کې دپوځيانو له خوا بريد وشو.
دافغانستان په جنوب کې يو پوځي قوماندان باخترآژانس ته وويل  چې په دې  جګړه کې  اووه تنه وسله وال طالبان  ووژل شول.
ده وويل ؛  په دغو وسله والو طالبانو کله يې چې غوښتل  يې  په پوځيانو بريد وکړي دپوځيانو له خواپرې ډزې وشوې.
ويل کيږي په دې  جګړه کې سرتيرو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
په يوبل خبر کي ويل شوي دي  چې پوځيانو په قندهار ولايت کي ديولړ چاودنو  مخه ونيوله.
د رارسيدلو خبرونوله مخې طالبانو دقندهار ښار  او د پنجوايي او دارغنداب ولسوالۍ په  ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې  څه ناڅه  اووه ماينونه ښخ کړي وو چې ددغو سيمو دخلکو په همکارۍ دپوځيانو له خوا کشف اوشنډ کړاى شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته