امنیت

په ننګرهار کې دپوځيانو په نويو بريدونوکې څوارلس تنه داعشيان ووژل شول

٧-کابل باختر د وري نولسمه : د هېواد په ختيځ کې د ځانګړو ځواکونو په نويو بريدونوکې د داعش د ډلې څوارلس تنه غړي ووژل شول . د هېواد په ختيځ کې د ٢٠١ سيلاب قول اردو يوه قوماندان باختراژانس ته وويل چې د تېرې شپې په بريدونوکې څوارلس تنه داعشيان وژل شوي دي. ده وويل چې په دغو داعشيانو دننګرهار ولايت په کوټ ، دربابا ، او د خوږياڼيو د ولسواليو په مربوطاتو کې د دوى په سنګرونو کې بريدونه وشول . د رارسيدلو خبروله مخې په دغو بريدونوکې د داعشيانو څومرکزونه او پټنځي له ټولو جنګي وسايلو سره يې دړې وړي شوي دي . په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو د ننګرهار ولايت په ګڼ ميشتو لارو کې دشپږو ماينونو په کشف او شنډولو سره د يولړ چاودنو د ترسره کولو لپاره د طالبانو طرحه ناکامه کړه . ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي . ختم_

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته