سیاست

اعلاميه

-کابل -باختر دکب شپاړلسمه
دملي وحدت دشهيد عبدالعلي مزاري دشهادت دتلين ددرناوي په مراسمودتروريستي بريد په اړونددافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست مطبوعاتي اعلاميه .
  جنايتکارو دښمنانو نن  دملي وحدت دشهيد عبدالعلي مزاري دشهادت دتلين د درناوي په مراسمو په تروريستي بريد سره  زموږ يوشمير هېوادوال شهيدان او ټپيان کړل .
  جمهور رييس محمد اشرف غني په کلکه  ددغه تروريستي بريد په غندلو سره وويل : په وګړنيو غونډو اومراسمو بريد جنايتکارانه عمل او له مدني ارزښتونو او ولسواکۍ سره  دښمني ده .
جمهور رييس زياته کړه چې دهېواد  امنيتي او دفاعي  بنسټونه  دخلکو دامنيت دتامينولو په خاطر  له ټولو امکاناتوڅخه ګټه اخلي  اوپه دې لاره کې به  له هيڅ راز هڅو او هاندڅخه ډډه ونه کړي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهوررييس  دخپلې ډاډ ګيرنې اوخواخوږى  مراتب ددغې پيښې دقربانيانو کورنيو ته څرګندوي او دلوى خداى (ج)  له دربار څخه  شهيدانو ته  دفردوس جنت او ټپيانوته دبشپړې روغتيا هيله کوي .
  ختم- ف_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته