ټولنه

په نيمروزکې د اوبو د يوه کانال د جوړولو کارپيل شو

کابل – باختر د ليندۍ دمياشتې ٢٣
د نيمروز ولايت په چاربرجک ولسوالۍکې د اوبو لګولو د يوه کانال د جوړولو کارپيل شو.
د نيمروز والي محمد سميع د باختر آژانس خبريال ته وويل: زرګونو تنو د کار په برابرولو سربېره څه ناڅه پنځه زره هکتاره کرنيزو ځمکه هم خړوبيږي.
ده څرګنده کړه: د بېلابېلو ارګانونو نظارتي او تخنيکي ټيم به تل دغه پروژه وڅاري.
ده زياته کړه: د دغه کانال په جوړولو سره په نيمروز ولايت کې د چاربرجک ولسوالۍ په زرګونو تنو اوسيدونکو ته د کار زمينه برابره شي.
د نيمروز ولايت د اوبو د تنظيم رييس محمد نبي محب وويل: دغه کانال ددغه ولايت د چاربرجک ولسوالۍ په خوابګا سيمه کې جوړيږي او درې فازونه لري.
د ده د څرګندونو له مخې: د دغې پروژې د لومړى فاز لګښت يو مليون او ١٠٠ زره ډالره کيږي چې د نړيوال بانک له مرستو څخه ورکول کيږي.
ده زياته کړه: دويم فاز د ٢٨ کيلو مترو په اوږدوالي د کانال جوړول او دريم فاز د کانال په دواړو غاړو د سړکونو جوړول دي .
ده زياته کړه: د درې واړو فازونو ټول لګښت څه ناڅه اووه مليونه ډالره کيږي چې او په دريو کلونوکې به جوړشي.
د نيمروز د ولايتي شورا مرستيال محمد صديق چخانسوري وويل: خلک کلونه کلونه کيږي چې د اوبو د کمښت له پلوه ځوريږي ان د څښاک اوبه نه لري .
د نيمروز ولايت د چاربرجک په ولسوالۍ کې د کمال خان بند هم تر کار لاندې دى چې لومړى او دويم فازونه يې بشپړ او په نږدې راتلوونکې کې د دغه بند د دريم فاز جوړول چې د توربين درول دي او لګښت يې٨٠ مليونه ډالره کيږي؛ په نږدې راتلونکې پيل شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته