سیاست

دمشورتي لويې جرګې پريکړه ليک

کابل – باختر  د ليندۍ دمياشتې ٣
دمشورتي لويې جرګې پريکړه ليک
د ١٣٩٢ لمريز کال دلړم له ٣٠ مې د ليندۍ تر درييمې
دلويې  جرګې  تا لار
کابل ښار
تاريخ شاهد دى چې دافغانستان خلکو دملي مسلو دحلولو لپاره چې د هيواد راتلونکى ورسره تړلى دى ، دخلکو رايو ته مراجعې او داسلام دسپيڅلي دين د دې حکم ( و امرهم شورى بينهم ) دحقق په خاطر دجرګو په جوړولو اقدام کړى دى او د دې لويو غونډو پايلې زمونږ د خلکو دغوره  راتلونکي ، سوکالۍ او نيکمرغۍ  لپاره تضمينونکي دي .
په هيواد کې دامنيت ، سولې او دوامداره  ثبات تامينول ،خپلواکۍ ،ملي حاکميت او له ځمکنۍ بشپړتيا څخه دفاع ،په نړيواله ټولنه کې دفعال  اومسووليت منونکي غړي په توګه دافغانستان دځاى تثبيتول او له ستراتيژيکو شريکانو سره د اړيکو پياوړي کول له مهمو مواردو او د ژور فکر وړ دي ، چې په لويو جرګو کې دخلکو استازي اړ کوي څو دهغو پر وړاندې خپل  ملي او تاريخي رسالت په ښه توګه او بشپړې امانت دارۍ تر سره کړي .
مشورتي لويه جرګه  ( لويه جرګه ) له اوولسو بيلابيلو کټګوريو څخه د (٢٥٠٠) تنو په غړيتوب دافغانستان داسلامي جمهوريت او دامريکې دمتحده ايالتونو ترمنځ دامنيتي او دفاعى همکاريو پر قرار داد (دامنيتي همکاريو قرار داد )
د هر اړخيزو خبرو اترو په موخه د ١٣٩٢ لمريز کال دلړم مياشتې په ٣٠ مه نيټه کار پيل کړ او د ١٣٩٢ کال دليندۍ مياشتې په دريمه نيټه پاى ته ورسيد.
د دې واقعيت په درک کولو سره چې دامنيتي همکاريو د قرار داد له لاسليک کولو څخه دافغانستان دملت او دولت اصلي موخه ، په هيواد کې د دايمي سولې او امنيت رامنځته کول دي دجرګې غړو دمشورتي لويې جرګې په پرانستونکې غونډه کې دافغانستان دجمهور رييس په تاريخي وينا له ټينګار سره ، له هر اړخيزو خبرو اترو وروسته په بشپړې  ژمنتيا، ريښتينوالۍ او له وطن سره د مينې پربنسټ په ٥٠  کاري کميټوکې دامنيتي همکاريو دتړون پرمسودې چې دافغانستان او دامريکې دمتحده ايالتونو دمرکچيانو له لوري څيړنې ته چمتو شوى ، غور او په لاندې توګه نظر څرګند او هغه مو دمشورتي لويې جرګې دپريکړه ليک په چوکاټ کې د رايو په اتفاق تصويب کړه.
١-  دمشورتي لويې جرګې غړي ، د ١٣٩٠ کال د دوديزې لويې جرګې پريکړې ته په پاملرنې دامريکې له متحده ايالتونو سره د اوږدمهالو ستراتيژيکو همکاريو د تړون پر بنسټ ، دخلکو داستازو د مشورو په رڼا کې ، دا دى دافغانستان اسلامي جمهوريت درييس له ځانګړې پاملرنې او دهغه همکار ټيم له پرله پسې هڅو څخه دملي ګټو ، لوړو افغاني ارزښتونو او دافغانستان له خلکو څخه د دفاع په لاره کې دامنيتي همکاريو پرقرار داد دخبرو د پرمخ وړلو پرمهال مننه کوي.
٢-   موجود وضعيت او دنړيوالې ټولنې دملاتړ په موخه دافغانستان اړتيا ته په پاملرنې دبدلون لسيزې په جريان کې  ترملي  پر ځان  بسياينې ، دامنيتي همکاريو دتړون متن په ټوليزه توګه دمشورتي لويې جرګې دغړو دتاييد وړ ده .
٣-  دمشورتي لويې جرګې غړي ، دافغانستان داسلامي جمهوريت درييس جلالتماب حامد کرزي دهيواد پالنې احساس ته په درناوي هغه ته وړانديز کوي
څو دامنيتي همکاريو تړون د ٢٠١٣ کال تر پايه دامريکې له متحده ايالتونو سره لاسليک او د راتلونکو پړاوونودبشپړولو په خاطردې ملي شورا ته واستوي.
٤-   دامنيتي همکاريو دتړون په لاسليک کولو کې دې داسلام سپيڅلې دين،د افغانستان دخلکو فرهنګ رواجونو او دودونو ته دې درناوى ، دامريکې د متحده ايالتونو له لوري په جدي توګه رعايت شي ، دا تړون دې د دوو خپلواکو دملي حاکميت او د برابرو حقونو لرونکو هيوادونو ترمنځ لاسليک او دلسو کلونو لپاره دې اعتبار ولري.
٥-  دلويې جرګې غړي له نړيوالې ټولنې ، په ځانګړې توګه دامريکا له متحده ايالتونو او دافغانستان له دولت څخه دسولې دپروسې او دافغانانو ترمنځ د خبرو اترو دجريان دچټکولو غوښتنه او ټينګار کوي څو د دې تړون لاسليک کول په ټول افغانستان کې دسولې او امنيت دتامينولو لامل شي.
٦- دلويې جرګې غړي ټينګار کوي څو د تړون په ٢٦ مه  ماده کې يو جلا پاراګراف ، په ټول افغانستان کې دسولې او امنيت دښه کولو په موخه دڅرګندو اقداماتو دعملي کولو لپاره د دواړو خواوو دتضمين پربنسټ زيات شي.
٧-  دامريکې دمتحده اياليتونو له لوري په سمه توګه او پرخپل وخت د  ژمنو  د عملي کيدو په صورت کې ، دافغانستان حکومت دې هڅه وکړي چې دامنيتي همکاريو تړون د دواړو هيوادونو ترمنځ داړيکو دښوکولو پراخولو او پياوړي کولو لپاره د دواړو هيوادونو ترمنځ دبنسټ په توګه وکاروي او دامنيتي تړون په کچه د دفاعي اړيکو دلوړولو په لاره کې هر اړخيزې هڅې وکړي.
٨- دامنيتي همکاريو دتړون اهميت ته په پاملرنې ، لازمه ده د سند ټول انګليسي ، پښتو او دري متنونه دې په دقيقه توګه وکتل شي ، دمتنونو ترمنځ توپير، په ژباړه کې ستونزې املايي او انشايي نيمګرتياوې دې له منځه يوړول شي او د تعريفونو او اصطلاحاتو ، په ځانګړې توګه دترهګري ، تيري ، قرارداد ، د اډو د حدودو …. ……… دتوضيح کولو لپاره دې په سمه توګه حقوقي تعارفي مفاهيم وکارول شي.
٩- دامريکې دپوځي ځواکونو دهغه شمير پرسونل دمحاکمې په اړه  دې چې په افغانستان کې جرم کوي ، يو ميکانيزم په پام کې ونيول شي څو دهغوي د تحقيق او محاکمې په جريان کې دافغان څارونکو شتون حتمي او دامريکې متحده ايالات دې هم دافغان څارونکو دشتون پروسه آسانه او تمويل کړي .
١٠- دناپلوۍ داصل دزيات رعايت په خاطر دې هڅه وشي څو دامريکې دپوځي ځواکونو دپرسونل دهغه شمير افرادو محاکمه دې چې په افغانستان کې جرم کوي ، دامکان تر بريده  دافغانستان دخاورې دننه په امريکايي محکمو کې ترسره شي مګر دامريکې متحده ايالتونه ترهيڅ  ډول شرايطو لاندې نه شي کولاى چې په افغانستان کې دننه محبس ولري او ياد محبس مديريت او رهبري وکړي.
١١-  دعملياتوپرمخ وړل او دکورونو تلاشي پرته  له سملاسي حالاتو څخه چې د امنيتي همکاريو دتړون د درييمې مادې په دريمه فقره کې يې وړاندوينه شوې ده جوازه نه لري دجمهور رييس اوباما دليک متن دې چې په دې برخه کې افغانستان اسلامي جمهوريت رييس ته استول شوى دامنيتي همکاريو د تړون د ملپاڼې  په توګه زيات شي .
١٢-  دافغانستان دخلکو دژوند دکچې دښه کولو او اقتصادي پرمختيا دزمينو له برابرولو څخه د ډاډ ترلاسه کولو په خاطر دې پاملرنه وشي څو دامريکايي ځواکونو په قرار دادونو کې له افغاني اتباعو څخه دملاتړ پاليسي او افغان شرکتونو ته دې دقرار دادونو ورکول په بشپړ قوت تحقق پيدا کړي.
١٣ –  دامنيتي همکاريو دتړون دتطبيق پرمهال دې دافغانستان دملي پوځي ځواکونو په ځانګړې توګه دهوايي ځواکونو ښوونې او روزنې ته کلکه پاملرنه وشي . هڅه دې وشي څوله هغو ميکانيزمونو څخه استفاده وشي چې دهغو پربنسټ  دهېواد  دامنيتي ځواکونو تجهيزول دپرمختللو وسلو اومهماتو په وسيله  تضمين شي .
١٤ –  دنويو ساحو اوتاسيساتو دورکولو اويا دموجودو ساحو اوتاسيساتو دبدلولو په اړه داجارې او موافقې صلاحيت بايديوازې دافغانستان داسلامي جمهوريت په سياسي مشرتابه پورې اړه ولري . هغه نوي تاسيسات او ودانۍ چې  له افغانستان سره په موافقه  دمتحده ايالتونو دځواکونو له لورې رامنځته کيږي ، بايد ښه کيفيت ولري او دبي کيفيته تاسيساتو او دموقتي ودانيو له رامنځته کولو څخه دې ډډه وشي.
١٥ – په ګډون پوځي تاسيساتو کې دې دامريکايي  ځواکونو شتون دې ، زياتره افغان ځواکونو ته دښوونې او روزنې اوتخنيکي مرستو په موخه ، وي .
١٦  – دامنيتي  همکاريو په تړون کې دې وړاندوينه   وشي  چې ،  امريکايي ځواکونو  نه شي کولاى  له مجازي فضا ، انترنټي او ټيلفوني شبکو او مخابراتي فريکانسيو څخه داستخباراتي مقصدونو اويا په بل  ډول دافغانستان د اتباعو پرضد استفاده وکړي  .
١٧ –  دافغانستان بهرنۍ پاليسې بايد تل دښه ګاونډيتوب پربنسټ وي ، دامنيتي همکاريو تړون نه شي کولاى ترهيڅ  شرايطو لاندې ددې پاليسۍ مخالف وي.  له دې امله امريکايي ځواکونه نه شي کولاى دبل هيواد يا نورو هيوادونو پرضد دافغانستان له خاورې څخه  دپوځي مقصدونو لپاره استفاده وکړي ، مګر دافغانستان دحکومت په خوښه او اجازه .
١٨ – دافغانستان له قضايي حريم څخه دې دامريکې دمتحده ايالتونو دکارولو کړنلارې په ممکنه عاجله توګه دهيواد پرفضاييو داوبواوځمکنې حريم دافغانستان ملي حاکميت  اوبشپړ کنترول ته په پاملرنې سره و تدوين شي .
١٩ – دامريکايي ځواکونو دپوځي اوملکي پرسونل دداخليدلو او وتلو کړنلارې دېدپولې دټاکل شويو ځايونو له لارو  دځواکونو دتګ او راتګ لپاره چې په دويمه ملپاڼه کې شامله ده ، ژر تر ژره تدوين اوبشپړه شي .
٢٠ – دليږدولو اړوند، له اسعارو څخه داستفادې اودهغو دتبادلې کړنلارې دې  ژرتر ژره تدوين او تطبيق شي .
٢١ – ملکي برخي ،  حقيقي اويا حکمي اشخاص چې دامريکې دمتحده ايالتونو له پوځي ځواکونو سره تړاو نه لري ، مګر په افغانستان کې دامريکې دمتحده ايالتونوله پوځي پرسونل سره په سوداګريزو فعاليتونوبوخت وي وبايددافغانستان دقانون مطابق ماليه ورکړي.
٢٢ – په هغه صورت کې  چې په افغانستان کې دامريکې دمتحده ايالتونو دميشتو پوځي ځواکونو دعادي فعاليت يا عملياتو له امله ، دافغانستان داتباعو او يا دهغو کسانو چې دافغانستان د دولت تر حاکميت لاندې ژوند کوي منقولې او غير منقولې شتمنۍ ، کښت ، څارويو اويا معنوي  حقونو ته ، زيان ورسيږي، امريکايي ځواکونه په خپل وخت اوپه عادلانه  توګه دخسارې دجبران په ورکولو مکلف دي.
٢٣ – دبهرني تيري يا دافغانستان پرضد دبهرني تيري دګواښ د دفعه کولو اوله منځه وړلوپه موخه دې دديپلوماتيکو ، سياسي و پوڅي اواقتصادي اقداماتو لست  ژر تر ژره ترتيب او معرفي شي .
٢٤ – دمشورتي لويې جرګې غړي دژوند پرچاپيريال ساتنې ، له کيمياوي ، بيالوژيکي او هستوي توکوڅخه داستفادې په نه کولو ټينګار کوي اود افغانستان  له حکومت څخه غواړ ي چې دهيواد په خاوره کې دهستوي وسلو دزيرمې اوکارونې جدي مخنيوى و کړي.
٢٥ – په افغانستان کې دکانونو اهميت ته په پاملرنې ، دمشورتي لويې جرګې غړي وړانديز کوي  څو له کانونو، ترځمکې لاندي منابعو و قيمتي ډبرو او دهيواد له لرغونو آثارو څخه دې دساتنې په موخه  داوومې مادې په اوومه فقره کې يو جز زيات شي .
٢٦ – په هغه صورت کې چې دامريکې متحده ايالتونو پخپلو ژمنو ، په سمه توګه  عمل ونه کړې  دافغانستان  لورى بايد لومړى دامريکې متحده ايالتونو ته په پام کې نيول شوي امتيازات لغو او دشرايطو دتحليل له مخې  دې دبديلو  لارو دلټون په اړه اقدام وکړي.
٢٧ – دامنيتي همکاريو دتړون تطبيقولو لپاره مسووله مرجع ( اجرائيوي نماينده ) دې دافغانستان له لوري مرکزي حکومت ، دملي امنيت شورا او ياهم دبهرنيو چارو زارت وي.
٢٨ – دباميانو ولايت اودهغه ديوشمير ګاونډيو ولايتونو دوکيلانو دغوښتنې پربنسټ ، وړانديز کيږي څو دافغانستان داسلامي جمهوريت اودامريکې د
متحده ايالتونو دپوځي ځواکونو ترمنځ يوه ګډه اډه دباميانو په ولايت کې جوړه
او دافغانستان دامنيتي ځواکونو دښوونې او روزنې په موخه دې وکارول شي.
٢٩. دمشورتي لويې جرګې غړي د ١٩ تنو افغان بنديانو دسملاسي تسليمولو غوښتنه کوي چې دګوانتانامو په محبس کې پراته دي او دامريکې له متحده ايالتونو څخه غواړي څو ياد بنديان  دافغانستان حکومت ته وسپاري.
٣٠. دمشورتي لويې جرګې دهغو غړو او ګډون کوونکو دامنيت دتامينولو په موخه چې له بهر څخه جرګې ته راغلي دي دافغانستان اسلامي جمهوريت دنده لري څو دهغوى له خونديتوب څخه د ډاډ ترلاسه کولو په خاطر  لازم ديپلوماتيک اقدامات وکړي.
٣١.دمشورتي لويې جرګې دغړو عمده  وړانديزونه په  پورته شرحه  په  (٣١) مادوکې تاييد او تصويب دي د پريکړه ليک په غونډه کې له لوستلو وروسته
د مشورتي لوې جرګې درييس له  لوري دافغانستان د اسلامي جمهوريت جلالتماب جمهور رييس ته وړنداې او دلويې جرګې دغړو له نورو مشورو څخه داستفادې د اسانتيا په خاطر ، دپنځوس ګونو کميټو دکار له جريان څخه د ټولو وړانديزونو او اصلاحاتو جزيات دتوحيدي رپوټ په بڼه وړاندې کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته