-کابل باختر د لړم اوومه :
دزابل ولايت دوسله والو طالبانو اوپوځيانو ترمنځ دنويو نښتو ډګر و .
دغه جګړې پرون ناوخته دارغنداب په ولسوالۍ کې هغه وخت ونښتې چې دطالبانو دډلې په لسګونو غړوپه امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
دزابل ولايت يوه امنيتي مقام باختراژانس ته وويل چې په دغو نښتو کې اته تنه يرغلګر ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
ده دغه راز په دغو نښتو کې دپوليسو دشپږو تنو مامورانو شهادت تاييد کړاو ويې ويل چې دکومکي ځواکونو په رسيدو سره يرغلګرو دتيښتې لاره غوره کړه . له بلې خوا دسيمې اوسيدونکي وايي چې وسله والو طالبانو ددغو پوستو له نيولو وروسته دپوځيانو يوه اندازه جنګي وسايل له ځان سره يوړل .
0 د یوې دقیقې څخه لږ