امنیت

اتيا تنه تروريستان ووژل شول .

کابل باختر د تلي ديرشمه :
دهيواد دامنيتي ځواکونو دچاڼيزو عملياتو په بهيرکې  دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو قوماندانانو په ګډون اتياتنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور ديرش تنه نور تروريستان ټپيان شول .
دملي دفاع وزارت په هغې خبرپاڼه کې چې باختراژانس ته رسيدلې ده ويل شوي دي په دغو عملياتو کې چې دکاپيسا ، غزني ، لوګر ، جوزجان او دهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شول يوولس تنه نور تروريستان نيول شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې  ددښمن يوه اندازه جنګي وسايل ،اووه موټرونه او اتيا موټرسايکلونه هم دامنيتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي او په لسګونو ماينونه هم کشف او شنډ کړى شوي دي .
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې دملي اردو اته تنه منسوبين  هم په واټونو کې دښخ کړى شويو ماينونو دچاودنې له امله شهيدان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته