(PS)خبرونهTOP(PS)(PS)ښوونه او روزنه

د ملي پراختیا شرکت د لوړو زده کړو وزارت د نیمګړو پروژو بشپړېدو ته چمتوالی وښود

۹– کابل، د غوايي ۲۳مه، باختر

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي ندا محمد ندیم د ملي پراختیا شرکت د فعالیتونو د ستایلو تر څنګ، د مرکزي او ولایتي  دولتي تحصیلي بنسټونو او د دې وزارت اړوندو نورو پروژو د بشپړېدو په تړاو خبرې اترې وکړې.

ندیم همدارنګه په پوهنتونونو کې د لیلیو، تدریسي بلاکونو او نورو برخو د نیمګړو پروژو پر بشپړېدو ټینګار وکړ، تر څو د محصلینو او استادانو لپاره لازمې اسانتیاوې رامنځته شي.

په ورته وخت کې د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش د لوړو زده کړو وزارت اړوندو پروژو بشپړولو ته چمتوالی وښود او ډاډ یې ورکړ، چې د ملي پراخیتا شرکت به په پوره صداقت سره د لوړو زده کړو وزارت اړوندو پروژو کې کار وکړي.

د یادونې وړ ده، چې د ملي پراختیا شرکت اوسمهال د قوشتېپې کانال سربېره د یو شمېر نورو نیمګړو پروژو د بشپړولو چارې هم پر مخ وړي.

افغانمل

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا