
کابل، د وږي ۴مه، باختر
د ملي پراختیا شرکت عمومي اجرائیوي رئیس عبدالرحمن عطاش بلخ ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د قوش تېپې ملي کانال له روانو چارو څخه لیدنه وکړه.
نوموړي د یاد ملي کانال له روانو چارو خوښي څرګنده کړه او دا کانال یې د هېواد ستره کرنیزه او اقتصادي پروژه وبلله.
عطاش همدارنګه ځایي مسؤلینو ته لارښونه وکړه، چې د دې ملي پروژې د چارو کیفیت او کمیت ته هر اړخیزه پاملرنه وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د قوش تېپې کانال د لومړي فاز د کیندنې چارې د بشپړېدو په حال کې دي، چې ور سره همهاله په سربند او د مزار شریف ـ حیرتان ترمنځ د رېل پټلۍ پل باندې په هغه سیمه کې، چې د قوش تېپې ملي کانال تېرېږي په خورا چټکۍ کار روان دی، چې ژر به یې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.