کابل- باختر د سلواغې دمياشتې ٢٠مه :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيره ورځ په نسبت بدلون نه دى راغلى.
تېره ورځ په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٦٧ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٢٦٧ډالره وړاندې کيږي.
د پښتنى بانک د سرو زرو د مارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٢٠ افغانيو، کويټي ٢٤٧٠ افغانيو ، سنګاپوري٢٤٢٠ افغانيو ، بحريني په ٢٠٨٠افغانيو، عربي ٢١٢٠ افغانيو، ايراني په ١٧٢٠ او يوګرام روسي سره زر په١٦٢٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ