سیاست

دپاسپورت دقانون طرحه بشپړه شوه .

کابل باختر د  وږي  پنځه ويشتمه :
دپاسپورت دقانون دطرحې  دبشپړولو په مقصد دجمهور رييس ددويم مرستيال قانونپوه سروردانش  په مشرۍ او دعدليې دوزير او دکورنيو چارو او دبهرنيو چارو دوزارتونو او دجمهوري رياست دچارو دادارې دلوى رياست داستازو په ګډون نن يوه غونډه جوړه شوه .
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ. په دې غونډه کې ددغې طرحې دځينوبرخو په باره کې  له غور او څيړنې وروسته دپاسپورت دقانون په طرحه کې لازم تعديلونه رامنځته شول  او دغه قانون به په ډير لنډ ممکن وخت کې دجمهور رييس په تقنيني  فرمان سره توشيح شي .
په دې قانون کې دپاسپورت ډوله ، دسياسي پاسپورت  دوکړې  شرايط دسياسي پاسپورت دترلاسه کولو په شرايطو  برابر کسان دخدمت يا رسمي پاسپورت دورکړې څرنګوالى ، دتحصيلي او تجارتي پاسپورت دورکړې څرنګوالى ، په قانون کې دپاسپورت دمحصول يادونه يانه يادونه او دپاسپورت دمثنى بيه  په ډاګه شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته