کابل باختر د ثور اتمه :
دداعش دډلې ٢٩ تنه غړي په ننګرهار ولايت کې دنويو نښتو له امله ووژل شول . په دغو داعشيانو تيره شپه ددربابا ، کوټ او اچين په ولسواليو کې بريدونه وشول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دغو بريدونوکې ٢٩ تنه داعشيان ووژل شول .
ده وويل: په دغو داعشيانو کله چې په ډار اچوونکو فعاليتونوبوخت وو، بريد وشول .
ويل کيږي چې په دغو بريدونوکې پوځيانو او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
په يوبل بر کې ويل شوي دي چې په ننګرهار ولايت کې دداعشيانو دډلې دجنګي وسايلو پنځه ډيپوګانې کشف شول.
دغه ډيپوګانې دنازيانو ، اچين او کوټ په ولسواليو کې دداعشيانو په پټنځي کې ساتل کيدې .
په ننګرهار ولايت کې يو پوځي خبرځاى وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه څو درانده اوسپک جنګي وسايل او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
0 1 دقیقه لوستل