نړۍ

د ملکروملتو سازمان دامنيت شورا د سوريې په باب خبري کوي

يويارک  باختر دسلواغي   يوولسمه

  له سوريې څخه دعربو داتحاديې دکتونکو له وتلو وروسته په دغه هيواد کې تاوتريخوالې  دپخوا په شان دوام لري او اوس سترګي په نيويارک  کې  دملګر و ملتو دسازمان  امنيت شوراپه سوريه کې دتاوتريخوالې دپاى ته رسولو لپاره دعربو داتحاديې دپيشنهادي طرحې د څيړنې په خاطر غونډه وکړي .

 لويديځو هيوادونه د سوريې له بحران سره   دمقابلې لپاره  چې تاوتريخوالې پکې  زور اخستي  دي دملګروملتو دسازمان دامنيت شورا  تر فشار لاندې  نيولې ده .

  دلويديځو  هيوادونو دبهرنيو چارو وزيرانو دعربو داتحاديې دطرحې  له مخې په سوريه کې دسياسي بدلون په باب دملګروملتو دسازمان دپريکړه ليک غوښتنه کړې ده خو روسيه په کلکه دسوريې پرخلاف دپريکړه ليک له صادرولو سره چې ويلي يي دي   له مخې يې لاندې  دسوريي درژيم بدلون په پام کې نيول شوي دي  ، مخالفت کوي . او وايي هغه به ويتو کړي .

 روسيې دغه راز دسوريې دجمهور رييس بشارالاسد  له مخالفانو  څخه غوښتي و چې په مسکوکې دهغه له دولت سره خبري وکړي خو دغه  وړانديز دسوريې ددولت دمخالفينو دائتلاف له خوا رد شوي دي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته