امنیت

د افغان ځانګړو امنيتي ځواکونو پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
پنځه تنه وسله وال طالبان تېره شپه په لغمان ولايت کې د افغان د ځانګړي امنيتي ځواکونو په عملياتوکې ووژل شول .
دلغمان د والي ويندوى سرحدي ځواک باختر آژانس ته وويل: دغه عمليات د امنيتي ځواکونو له خوا د مهترلام ښار دغزني په سيمه کې ترسره شول چې له امله يې په قوماندان محب الله پورې اړوند پنځه تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ځواک زياته کړه چې په دغو عملياتوکې افغان امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته