امنیت

دسيمې دمسوولينو له خوا په هلمندکې دهوايي بريد په بهير کې په ملکي وګړو دبريد تاييد .

-کابل باختر د  ليندۍ اتمه :
په هلمند ولايت کې سيمه ئيزو مقاماتو ديوه هوايي بريد په بيهر کې دملکي وګړو په نښه کيدل  تاييد کړل .
دهلمند ولايت په ګرمسير  ولسوالۍ  کې ديوه هوايي بريد له امله شلو تنو کليوالي   اوسيدونکو ته مرګ ژوبله واوښته .
  کليوالي اوسيدونکي ادعاکوي چې ددغه بريد قربانيان ملکي وګړي دي .
   دهلمند دوالي وياند  عمر ځواک باختراژانس ته وويل چې په دې  بريد کې ملکي وګړي په نښه شوي دي
دترلاسه  شويو خبرونو له مخې  افغان ځانګړي پوځيان  له وسله والو طالبانو سره په نښته کې و چې دناتو سرتيرو په هوايي بريد لاس پورې کړ . 
دهلمند دوالي وياند وايي چې ددغه بريد څرنګوالى څيړل کېږي .
له بلې خوا هم  په افغانستان کې دناتو يو وياند  په ګرمسير کې د بهرنيو سرتيرو هوايي  بريد تاييدوي خو په دې اړوند  چې په هغه کې ملکي وګړوته زيان اوښتى دى اوکه څنګه  څه نه وايي .
   ختم_  عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته