نړۍ

داروپا ا تحاديه دمهاجرت له بحران سره دمقابلې لپاره فوق العاده غونډه جوړوي

بروکسل رويترز باختر د وږې دمياشتې ٩ :
د اروپا  اتحاديه  دغيرقانوني مهاجرتونو د بحران  اوله هغو سره د مقابلې د لارو  چارو د څيړنې لپاره  دوږي دمياشتې په  ٢٣ نيټه د وزيرانو په کچه فوق العاده غونډه   جوړوي.
د رويترز دخبري آژانس د خبرله مخې : دلوکزامبورګ  حکومت چې همدا اوس داروپا داتحاديې  نوبتي مشرتوب په  غاړه لري پرون اعلام وکړ  چې  داروپا داتحاديې په دننه  او بهرکې   دمهاجرت په پديدې پورې اړونده حالت بې ساري اړخونه ځانته غوره کړي دي.
ده زياته کړه  چې ددغې موضوع دڅيړنې لپاره به  سياسي اقدامات ترسره کړي  او له دغه بحران سره دمقابلې لپاره به داروپا  دقدرت او ځواکمنۍ دپياوړتيا په مقصد ګامونه واخيستل شي .
دلوکزامبورګ  دمهاجرت اوپناه غوښتنې دچارو وزير  ژان اسلبورن  داروپا داتحاديې دغړو هېوادونو دکورنيو چارو او دعدليې  له وزيرانو څخه وغوښتل  چې  په دې برخه کې دې  فوق العاده غونډه  جوړه کړي.
داروپا داتحاديې نوبتي مشرتابه  په داسې  شرايطو کې  تصميم  نيولى دى  چې  ددغې اتحاديې داته ويشتو غړو هېوادونو  وزيران يې  د مهاجرت دمسئلې دڅيړنې په مقصد راټول کړل چې آلمان ، فرانسه  اوبريتانيا هم  په دې برخه کې ورته غوښتنليکونه طرحه کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې دآلمان دحکومت وياند ديکشنبې په ورځ وويل  چې آلمان او داروپا داتحاديې نور هېوادونه نه شي کولاى  دهغو پناه غوښتوونکو نامتناسبه برخه چې  داروپا  اتحاديې ته  ځي جذب کړي او نور اروپايي هېوادونه  هم بايد د مهاجرينو په جذبولو کې  زيات اقدامات ترسره کړي.
آلمان هيله لري  دهغو پناه غوښتوونکو شمير چې په دغه هېواد کې  دشتون په لټه کې دي په روان ميلادي کال کې  اته  سوه زرو تنو ته ورسيږي  .
د آلمـــان د حکومت وياند  وويل  چې اروپــاپه  دې لاره کې يوې  نوې  کتنې  ته اړتيا لــــري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته