امنیت

درې وسله وال طالبان په هلمند کې ووژل شول

لښکرګاه/دسلواغې۵مه/باختر
د ۲۱۵ میوند قول اردو مسوولین وايي چې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۱۵ میوند قول اردو ویاند عبدالقدیر بهادرزي باختر اژانس ته وویل چې پرون ناوخته افغان ځواکونو په نادعلي ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو بریدونه کړي دي.
سرچینه زیاتوي چې په بریدونو کې درې وسله وال طالبان وژل شوي دي.
ویل کېږي په بریدونو کې ملکي وګړو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته