فرهنګ

پیغام

-کابل باختر د زمري يو ويشتمه
د ځوانانو د نړېوالې ورځې په ویاړ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت پیغام!
څرنګه چې ځوانان د ېوې ټولنې د ملاتیر دی او همدارنګه د افغاني ټولنې پنځه شپیته سلنه ځوانان تشکیلوي، نو ویلی شو چې د ټولنې زیات مسؤلیتونه دوی ته راجع کیږي. چې د انرژۍ په دې بشاش پړاو کې یې سرته رسوي.
د افغانستان ځوانان چې د اور په لمبو او جګړو کې راولوی شول له ټولو چاپیریالیزو ستونزو سره سره بیا هم د نړۍ په هر ډګر کې له خپلو سیالانو سره سیال دي.
سپورت، تعلیم، علمي څیړنې او نورې ګڼې هغه برخې چې ددې هېواد ملي بیرغ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ورپاوه د دغو ځوانانو برکت وو او همدارنګه که نن د هېواد په دفاع کې خپل سرونه قربانوي همدا ځوانان دي. خو له بده مرغه بیا هغه هغوی چې په ورانکارو او تخریبي کړنو لاس پورې کوي هم ځوانان دي چې د پردیو له لورې تیر ایستل شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د نړیوالې ورځې په ویاړ د نړۍ ټولوميړنيو ځوانانو او په ځانګړي ډول افغان ځوانانو ته د زړه له تله مبارکي وايي. دا یوه پلمه ده چې په کال کې یو ځل د دوي په ویاړ یوه ورځ نمانځل کیږي بلکې هره ورځ د ځوانانو ورځ ده او هره شيبه باید دوی ددې هېواد د سمسورتیا او ښیرازۍ له پاره په رانغاړلو مټو کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزات له ټولو ځوانانو څخه غوښتنه کوي چې د ملي مسائلو او ملي وحدت په روحیه یو موټی شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت رهبري د ځوانانو چارو معنیت ته لارښوونه کوي، چې د ځوانانو د حقه حقوقو په لاسته راوړلو کې له دوی څخه هیڅ ډول همکاري ونه سپموي او د ځوانانو چارو معنیت مکلف دی چې د ځوانانو ستونزو ته په خپل وخت لاس رسی وکړي.
په پای کې د هېواد ټولو ځوانانو او په ځانګړي ډول د ملي وسله والو ځواکونو په لیکو کې جنګیدونکو ځوانانو ته دې دا پرتمینه ورځ مبارک وي. ختم- ع
د سوکاله او آباد افغانستان په هیله

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته