کابل / باختر د لړم د مياشتې ٩ :
د فوټسال د اتلانو ليګ سيالۍ په هـــرات کې د صرافانو د ټيم په اتلوالي سره پاى ته ورسيدې .
د هرات ولايت د ورزشي آمريت مرستيال ضيا الحق ضيا د باختر آژانس خبريال ته وويل : دغه سيالۍ چې دوه اوونۍ مخکې د شپږو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې وې؛ په وروستي پــــړاو لـــوبه کې د صرافانو ټيم د دوو په وړاندې په څلورو سره د غازي ټيم ته ماتې ورکړه او د دغو سياليو اتل شو.