خبرونهټولنه

د ملګروملتو سازمان ګرځنده ټيمونه د پکتيکا او خوست له زلزله ځپلو سره د مرستي لپاره  چمتو شول

کابل، د چنګاښ ۱۴مه، باختر

د ملګرو ملتو د ماشومان صندوق (يونيسف)، د روغتيا نړيوال سازمان او د ملګرو ملتو سازمان د بشر دوستانه مرستو همغږي کوونکې ادارې د (اوچا) په ګډون د ملګرو ملتو د سازمان بېلابېلې ادارې، په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې له مصيبت ځپلو سره د مرستې لپاره  خپل ګرځنده ټيمونه چمتو کړي دي.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي د ځانګړي استازي مرستيال او په افغانستان کې د ملګرو ملتو سازمان د معاونیت دفتر سرپرست رامز الاکبروف پرون مازيګر په يوه تويټ کي ليکلي دي، ( د زلزله ځپلو غږ واورېدل شو او اوس د ملګرو ملتو سازمان بېلابېلي ادارې د هغوى په خدمت کې دي)

هغه ډاډ ورکړ، چې د يونيسف او د خوړو نړيوال پروګرام ګرځنده ټيمونه په سيمه کې دي او له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.

نوموړي وويل، چې ښځې او ماشومان د هغوى د کار په لومړيتوب کې دي.

اکبروف زياته کړه، چې د څښاک اوبه، سرپناه، خوراکي توکي، د روغتيايي خدمتونو وړاندې کول او د لارو او سړکونو بيا رغونه د زلزله ځپلو له مهمو غوښتنو څخه دي.

د ملګرو ملتو سازمان د ماشومانو صندوق يا يونيسف د مطبوعاتي څانګې مسوولې  ويرينيکا هوسر په يوه مرکه کې ويلي چې د زلزله ځپلو ماشومانو حالت ډېر خراب دى؛ خوهغوی ډاډ ورکړي چې د دوى ګرځنده ټيمونه  له زلزله ځپلو سره مرسته کوي.

هغې ویلي چې يونيسف د ګرځنده روغتيايي ټيمونو ملاتړ کوي او دغه ټيمونه د ناروغانو په درملنه کې مرسته کولاى شي.

\ ذ

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا