ورزش

دځغاستې سيالۍ ترسره شوې .

کابل باختر د غبرګولي يوولسمه :
له پنځلس کلنۍ څخه ښکته ورزشکارانو دځغاستې سيالۍ نن دکابل ښار  په غازي لوبغالي کې ترسره شوې .
دبدني روزنې او ورزش رياست باختراژانس ته خبر ورکړ په دغو سياليو کې څه ناڅه سلو تنو ورزشکارانودشپيتو مترو ، سلو مترو او دوه سوه مترو واټنونه ووهل .
په دغوسياليو کې  دشپيتو مترو په واټن کې توحيد الله لومړۍ مقام محمد امير دويم مقام او سيدساحل دريم مقام وګاټه او دسلو مترو په واټن کې  عظيم  له لومړۍ ،بلال صديقي  تابش دويم او عظيمي دريم مقام وګاټه .
  په همدې ترتيب ددوه سوه مترو په واټن کې عظيم الله لومړي ايمل دويم اوسيد ساحل دريم مقام وګاټه 
دغه راز ددغو ورزشکارانو کپونه اومډالونه دبدني روزنې اوورزش رياست دفني اومسلکي  مرستيال اوسرپرست عبدالناصر هوتکي له خوا وويشل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته