سیاست

جمهور رئیس حامد کرزي د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر سره وکتل

کابلباختردجوزا١٨
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس حامدکرزي، د آلمان د بهرنیو چارو له وزیر ډاکتر ګیدو ویستر ویلي  سره وکتل.
دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې چې نن  له غرمې مخکې په ارګ کې ترسره شوه، دواړو لورو له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د دوست هېواد آلمان او په مجموع کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د پوځي شتون د څرنګوالي، د سولې د بهیر او د افغانستان د جمهوري ریاست د راتلونکو انتخاباتو په اړوند خبرې وکړې.
حامدکرزي په افغانستان کې د سولې ټینګښت د افغانانو تر ټولو لومړنۍ اړتیا او غوښتنه وبلله، وې ویل چې افغانستان به  هیڅکله اجازه ورنه کړي چې د سولې په اړوند د افغانانو سپیڅلې هیله د پردیو د ناوړو هدفونو وسیله  وګرځي.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه چې افغانستان د سولې په باب روان جریانات په پوره دقت او احتیاط سره څاري.
حامدکرزي آلمان د افغانستان تاریخي دوست او ملګری هېواد وباله، وې ویل چې آلمان ته افغانان ځانګړی احترام لري او د یو تاریخي دوست هېواد  په سترګه ورته ګوري.
د هېواد جمهوررئیس له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته په افغانستان کې د ناټو سازمان د غړو هېوادونو د پوځي شتون د څرنګوالي په باب وویل چې په افغانستان کې د دغو هېوادونو پوځي شتون به د دوه اړخیزو موافقه لیکونو په چوکاټ او د افغانستان  د غوښتنو او شرایطو په پام کې نیولو سره دوام وکړي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د افغانانو په مشرۍ د سولې له بهیر سره د خپل هېواد د ملاتړ د څرګندولو په ترڅ کې وویل چې هېواد یې د خپلو پخوانیو ژمنو له مخې له افغانستان سره خپلو اوږد مهالو مرستو او همکاریو ته دوام ورکوي او غواړي چې له ۲۰۱۴ میلادي کال وروسته هم په افغانستان کې پوځي شتون ولري.
په دى کتنه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکتر زلمي رسول، د ملي امنیت سلاکار ډاکتر رنګین دادفرسپنتا، د افغانستان لپاره د آلمان هېواد ځانګړي استازي مایکل کخ او په افغانستان کې د آلمان سفیر ګډون کړی و.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته