کابل/باختر / د وري دمياشتې٣٠
په سرپل ولايت کې نن د ليسو له څه د پاسه ١٨٠٠ تنو فارغانو د کانکور آزموينه واخېستل شوه .
په سرپل ولايت کې د کانکور آزموينو د ترسره کولو رييس روضت الله مجيدي د باختر آژانس خبريال ته وويل: له ١٨٥٨تنوګډون کوونکو له جملې څخه ١٣٣٣ تنه هلکان او ٧٢٥ تنو نور يې نجونې وې.
مجيدي زياته کړه: ټول داوطلبان د بايومتريک سيستم له تيريدو وروسته د کانکور په آزموينه کې شامل شول، ترڅو په دې مهم پرګرام کې د درغليو مخه ونيول شي.
ده څرګنده کړه: د کانکور آزموينه د ١٣٩٥کال په کب مياشت کې پيل شوه او د ١٣٩٦ کال تر چنګاښ مياشتې پورې دوام کوي او نتيجې يې د زمري په لومريو ورځوکې اعلاميږي.
ده زياته کړه: هغه فارغان چې د کانکور له آزموينې څخه پاتې دي؛ کولاى شي په متفرقه آزموينه کې چې د ولايتونو د آزموينې له پاى ته رسيد و وروسته په کابل کې اخستل کيږي؛ ګډون وکړي.
0 1 دقیقه لوستل