
کابل، د وږي ۲۸مه، باختر
د ملګرو ملتونو سازمان امنیتي سلاکار مایک د یوه پلاوي په مشرۍ پرون پنجشېر ولایت ته سفر وکړ.
نوموړي د یاد ولایت له امینه قومندان قاري احمدالله بدر سره په کتنه کې پنجشېر ته د خپل سفر موخه په دغه ولایت کې د ملګرو ملتونو له کارکوونکو سره، چې په کلیوالي سیمو کې خلکو ته د مرستو په رسولو بوخت دي لیدنه او د هغوی د ستونزو اورېدل په ګوته کړل.
مایک په بېلا بېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنې د پام او ستاینې وړ وبللې.
په ورته وخت کې د پنجشېر امنیه قومندان له نوموړي سره په کتنه کې په امنیتي برخه کې د هر ډول همکاریو ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه، چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي دې په ډاډه زړه خپل کارونه مخته یوسي.
هېره دې نه وي، چې د پنجشېر امنیه قومندان په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو له امنیتي سلاکار څخه په دغه ولایت کې د اساسي پروژو د پلي کولو او نړۍ ته د افغانستان د ريښتیني انځور وړاندې کولو غوښتنه وکړه.