امنیت

دنشه يي توکو دلسګونو پلورونکو نيول کيدل.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ١٢
دنشه يي توکو ٣٢ تنه پرچون پلورونکى دهرات دپوليسو په عملياتو کې ونيول شول.
دغه کسان په بيلابيلو او مشکوکو سيمو کې دنشه يي توکو په پلورلو بوخت و چې له اوومې ، اتمې ،نهمې،لسمې،يوولسمې او دولسمې ناحيې په مربوطاتو او درب عراق ،درب ملک او کمر کلاغ په سيمو کې ونيول شول.
دهرات ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي باختر آژانس ته وويل دغه کسان دجلاجلا عملياتو په بهير کې ونيول شول او له هغوى څخه يوه زياته اندازه نشه يي توکي هم ترلاسه شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته