خبرونهټولنه

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې اداره: تر دې دمه مو پر افغان بزګرانو څه باندې ۱۱ زره ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلې دي

کابل، د لړم ۱۷مه، باختر

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) مرستیال محمد آقا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم سره په لیدنه کې وویل، چې تر دې دمه یې پر افغان بزګرانو ۱۱زره او ۳۳۲ ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشلي او دا لړۍ اوس هم روانه ده.

د باختر آژانس د خبر له مخې؛ په دې لیدنه کې‎ د مني کرکیلې لپاره پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو پر وېش هم خبرې وشوې.

بل لور ته د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې چارواکو د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت له مرستیال مولوي صدراعظم سره په لیدنه کې د خپلو فعالیتونو راپور وړاندې کړ.

‎ د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې رییس ډاکټر چالاچیو او د دغه کمېټې سلاکار ډایمونډ بروسکو له مولوي صدراعظم سره په دغه لیدنه کې له افغان مالدارنو سره د هر راز مرستې ډاډ ورکړ.

‎لمر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا