ټولنه

دمعلوماتو دمرکز پرانستل دکانونو او پتروليم په وزارت کې دبرقي حکومتوالۍ په لور يو بل ګام

کابل باختر د زمري لومړي :
دکانونو دکيندنې په برخه کې  دلازمو خدمتونو  دوړاندې کولو په موخه دکانونو او پتروليم وزارت  دمعلوماتو مرکز ددغه وزارت  دسرپرستې نرګس  نهان ،  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت دسرپرست انجنير سيد احمد شاه سادات او دمدني ټولنې  دبنسټونو  داستازو له خوا  پرانستل شو .
  دکانونو او پتروليم وزارت  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ ،  دکانونو او پتروليم وزارت سرپرستې   نرګس نهان  ددغه مرکز له لارې  دکار دبهير په باب معلومات مثبت وبلل او ويې ويل  بايد دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي  رياست دکارکوونکوپه نوښت دښوخدمتونو دوړاندي کولو اودبرقي حکومتوالۍ په مقصد دستراتيژيکي پلان  له مخې دکانونو دبرخې دشرکتونو دثبت او راجستريشن  دمعلوماتو طرحه  رامنځته کړي .
ددغه مرکز په پرانستلو سره په تيرو څوارلسو کلونوکې  راټول کړى شوي معلومات  کولى شو  زيرمه کړو او دتکس دورکولو ، رويالتي او دنورو مالي مسئلو په لحاظ دکانونو د سکتور دقراردادي شرکتونو يو څرګند او بشپړ تصوير ترلاسه کړو .
  دکانونو وزيرې وويل  دغه  مرکز دبرقي  حکومتوالۍ په مقصد  دمهمې وسيلې په توګه په دوو برخو کې فعاليږي .
  _ دکانونو دبرخو  دراجستريشن  دثبت سيستم .
_  دکانونو او پتروليم وزارت  دمعلوماتو مرکز او دشبکوي عملياتو سيستم .
ديادونې وړ ده چې دکانونو دبرخې  دشرکتونو  دراجستر دثبت سيستم دملي وحدت دحکومت  له پلان سره سم  او دشفاف مديريتي سيستم په پراخ بنسټ کولو سره  دهېواد اتباعو ته  داستخرجي صنايعو دبرخې  دځواب ورکولو په لاره کې  مرسته کوي .چې دکانونو دتدارکاتوبهير په شفاف ډول  ټولو ته  په ډاګه شي .
  ددغه سيستم په جوړيدو  سره  دکانونو او پتروليم وزارت په پام کې لري  چې  ددغه وزارت  دفعاليت دکار په لاره کې  مفصل معلومات دتخنيکي اقتصادي او مديريتي  ظرفيتونو دکيندنو په قراردادونو کې  دشاملو شرکتونو په پيژندنه کې  مرسته وکړي .
  وروسته  دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت سرپرست په دې ترڅ کې چې دمخابراتو له وزارت سره  دکانونو وزارت  دمعلوماتو دشريک کولو غوښتنه وکړه  دکانونو او پتروليم  وزارت  له لورې سره يې  دهر راز همکاري  او مرستې  ژمنه وکړه .
په پاى کې  دموضوع په اړوند  ددغه وزارت  دمعلوماتي تکنالوژي دسرپرست  حسيب الله ميلاد له خوا معلومات وړاندې شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته