سیاست

دجمهوري رياست ددويم مرستيال محمد کريم خليلي د ډاډ ګيرنې او خواخوږي پيغام .

 په ژوري  خواشينۍ سره مي خبر ترلاسه کړ چې  سردار سلطان محمود غازي  وفات شوي دي .

  ارواښاد دخپل ژوند په وخت کې هم په دولتي پستونو او هم دجهاد او مقاومت په برخوکې دهيواد خلکو ته ګټور خدمتونه ترسره کړل او په هيواد مين او ژمن شخص و .

 په دې وسيله ددغه ارواښاد  دمړيني له امله  دده دوستانو او پاتي کسانو ته ډاډ ګيرنې  مراتب څرګندوم او ارواښاد ته دلوى خداى   ( ج )  له دربار څخه د الهي رضوان او غفران  او پاتي کسانو ته يي دجميل صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته