امنیت

د مهماتو يوه ډيپو په لوګر کې دملي امنيت دموظفينو لاسته ورغله.

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢١
د طالبانو په  ډلې پورې اړوند دمهماتو يوه ستره ډيپو په لوګر ولايت کې دملي امنيت دځواکونو له خوا کشف شوه .
دملي امنيت دلوي رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
ددغه رياست موظفينو د طالبانو د ډلې دمهماتو يوه ستره  ډيپو چې د ورانکارو او تروريستي فعالتيونو دترسره کولو او دجمهوري رياست دنوماندانو دانتخاباتي مبارزو دګډوډولو په مقصد لوګر ولايت د پورک په کلي کې جوړه شوي  وه ترلاسه کړه  چې  د ٧٥  ملي متري توپ  اتيا گولۍ ، د بى ام – ١   اتيا  ماينونه ، د غرني هاوان اته ماينونه، دغر ني هاوان ٥٣  ايراني ماينونه  ، د ٨٢ ملي متري توپ شل ګولۍ ، دمنځني  هاوان ١٢٧ ماينونه ، دهاوان ١٠١ حقوالسوقونه  او يوه  زياته اندازه   ډول   ډول سرګلولې او دداشکې ګولۍ  پکې پټ کړى شوې وې  .
دپيښې  په  اړوند د خانمير په  نامه  يو تن هم نيول  شوى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته