سیاستخبرونهTOP

د ملګرو ملتو سازمان به د افغانستان څوکۍ د سپارلو په اړه خبرې وکړي

کابل، د تلې٤ مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان به ډېر ژر په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د سپارلو په اړه تصميم ونيسي.

د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشى وياند استفان دوجاريک ويلي چې په دغه سازمان کې د افغانستان څوکۍ د ترلاسه کولو لپاره د افغانستان سرپرست دولت له بيا غوښتني وروسته غړي هېوادونه په دې اړه تصميم نيسي.

هغه په افغانستان کې سرپرست دولت ته د دغه هېواد د څوکۍ سپارلو په اړه څرګنده کړې، چې د ملګرو ملتو سازمان غړي هېوادونه په دې اړه تصميم نيسي، چې د افغانستان څوکۍ چاته وسپاري.

اوس د ملګروملتو په سازمان کې د افغانستان نمايندګي د نصيراحمد فايق له خوا چې د جمهوريت په وخت کې د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان د دايمي نمايندګۍ د مرستيال په توګه ګومارل شوى و، اداره کېږي.

اسلامي امارت پر افغانستان له بيا واکمنۍ وروسته تېر کال د ملګرو ملتو سازمان ته د يوه ليک په لېږلو سره په دوحه کې د اسلامي امارت د سياسي دفتر رييس سهيل شاهين د ملګروملتو په سازمان کې د افغانستان استازي په توګه معرفي کړی و، خو د دغه سازمان د اعتبارنامو کميټه په دې اړه موافقې ته ونه رسېد او د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان نمايندګۍ د نصير احمد فايق له خوا تر اوسه پورې اداره شوه.

د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي وياند له اسلامي امارت سره د دغه سازمان د تعامل په اړه ويلي چې د ملګرو ملتو سازمان په افغانستان کې له واکمن حکومت سره کار کوي ځکه هغوى پر افغانستان واکمن دي.

دوجاريک دغه راز ټينګار کړى، چې د ملګرو ملتو سازمان سرمنشي افغانستان له پامه نه غورځوي او هلې ځلې کوي چې په دغه هېواد کې بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړي خو بيا هم هغه ويلي چې يوازې د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي هڅې کافي نه دي نور غړي هېوادونه باید هم تصميم ونيسي.

بايد وويل شي چې د ملګرو ملتو په سازمان کې د افغانستان څوکۍ اوسنى سرپرست د دويم کال لپاره ونه شول کړاى چې د دغه سازمان په عمومي غونډه کې د افغانستان په استازيتوب وينا وکړي.

تېره اوونۍ د بهرنيو چارو وزارت سرپرست اميرخان متقي د يو شمېر هېوادونو د استازو څرګندونو په غبرګون کې چې افغانستان يې د ډار اچوونکو ځاى بللى و وويل چې بايد د افغانستان څوکۍ اسلامي امارت ته وسپارل شي چې افغانان په نړيوالو غونډو خپلې نظريي  بيان کړي.

\ ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا