امنیت

وسله والو د روزګان ـ قندهار ترمنځ پر لویه لاره ۴ ملکي کسان وژلي دي

ترینکوټ باختر د لړم ۸ مه
د روزګان سیمه ېيز امنيتي چارواکي وايي: نامالومه وسله والو د روزګان ـ
قندهار ترمنځ پر لویه لاره ۴ ملکي کسان په ډزو سره وژلي دي.
د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند نصير احمد کاموال باختر اژانس ته وويل چې پيښه تېره ورځ ناوخت د روزګان ــ  قندهار د لويې لارې په اږدو کې د اردو بلاغ په سيمه کې رامنځ ته شوې.
سرچینه زیاتوي چې تر اوسه معلومه نه ده چې یاد کسان د چا له لوري وژل شوي دي خو د پولیسو پلټنې روانې دي.
چارواکي وايي: وژل شوي کسان، قومي سپين ږيروله سيمي څخه ترينکوټ ته انتقال کړي دي.
د روزګان- قندهار ترمنځ لویه لاره چې له تېرو څو کلونو راهيسي نا امنه ده
وخت ناوخت ورباندې نامالومه وسله وال ملکي کسان وژني.
د يادې لارې په ځينو سيمو کې بیا وسله وال طالبان د افغان ځواکونو سره وخت ناوخته نښتې هم کوي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته