سیاستخبرونهTOPتبصره او مطبوعاتو ته کتنه

د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا باید له ټولو لومړی په دغه سازمان کې افغانستان په رسیمت وپېژني

 کابل، د تلي ۶ مه، باختر

د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا د یو معتبر بنسټ په توګه باید د افغانستان په اړه مثبت نظر ولري او له ټولو لومړۍ په دغه نړیوال سازمان کې د افغانستان د حضور حق په رسیمت وپېژني.

د باختر آژانس مبصر لیکي: د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا تېره شپه د افغانستان د حالاتو د څېړنې لپاره غونډه وکړه.

په دغه غونډه کې په افغانستان کې د بشر د حقوقو، د پراخ بنسټه حکومت جوړولو د سیاسي او اقتصادي حالت او د بهرنیو مرستو د جذبولو په اړه خبرې شوې دي.

د افغانستان د خلکو په نظر هغه موارد چې د امنیت شورا د تېرې شپې په غونډه کې پرې خبرې وشوې تکراري مسئلې دي او د افغانستان په کورنیو مسئلو پورې اړوند دي.

سره له دې چې د بشر د حقوقو، پراخ بنسټه حکومت او ……. په ګډون مسئلې د اسلامي امارت په وړاندې د تبلیغاتي مسئلو په توګه کارول کېږي، خو بیا هم اسلامي امارت دغه شان مواردو ته متوجه دی او د قانون، شرعي اصولو او افغاني دودونو په چوکات کې د دغو مسئلو څېړنه دومره سخت کار نه دی.

افغانستان څه د پاسه ۴۰ کاله کېږي چې د جګړې او یرغل په اور کې سوځېدلی او عاملین یې هم معلوم دي.

له بده مرغه په امنیت شورا کې هیڅکله د افغانستان په باب یوه هر اړخیزه طرحه نشته چې وکولای شي بهرنۍ لاسوهنه مشخصه کړي او امنیت او پراختیا لپاره آسانتیا برابره کړي. د افغانستان خلک هیله لري چې د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا پراخ فکر وکړي.

د افغانستان د خلکو ستونزه یوازې په څو مواردو کې چې پورته بیان شول او زیاتره د اسلامي ا مارت پر خلاف په تبلیغاتي ډول کارول کېږي، نه حل کېږي.

د افغانستان خلک زیاتره له بهرنیو فشارونو چې په یو ډول په هغوی اچول کېږي له ستونزو سره مخ دي.

د افغانستان ستونزه زیاتره له اقتصادي مسئلو سره پیوند لري؛ په داسې حال کې چې د دغه هېواد مرکزي بانګ د یو ملي بنسټ په توګه خپلو اسعاري شتمنیو ته چې په افغانستان کې پولي مسئلو ته اعتبار ورکوي لاس رسی نه لري.

افغانستان په بېلا بېلو نومونو له بندیزونو سره مخ دی چې زموږ خلکو ته یې زیاتې ستونزې رامنځته کړې دي.

په داسې حال کې چې افغانستان په نړیوالو او سیمه ییزو نا امنیو کې هیڅ رول نه لري په نامؤجه دلیلونو او خبرو د ډار اچونې د ترویج د عامل په توګه معرفي کېږي او د ملګرو ملتو د سازمان په ګډون په نړیوالو بنسټونو کې د افغانستان د خلکو د غږ  پورته کولو حق له افغانانو په یو او بل نوم اخیستل شوی دی.

یو شمېر هېوادونه د یو بل په ملګرتیا د افغانستان د منزوي کولو لپاره توطیې او پروګرامونه جوړوي او هلې ځلې کوي چې له نړیوالې ټولنې سره د تعامل مفکوره چې د اسلامي امارت له خوا تعقیبيږي ناکامه کړي او هغه مثبت کارونه چې د تېر یو کال په بهیر کې په افغانستان کې شوي دي بې مانا معرفي کړي.

د افغانستان ستونزې پېچلې او بحراني ښودل شوي او هیڅکله په افغانستان کې د بحران عوامل چې پهرنی اړخ لري، نه دي بیان شوي.

نړیوال بنسټونه چې لازمه نه ده هرځلې د هغو نومونه واخیستل شي تل یې او په تېره بیا د تېر یوکال په بهیر کې د افغانستان په اړه یو اړخیز قضاوت کړی او تل یې له اسلامي امارت څخه شکایت کړی دی.

په داسې حال کې چې افغانستان د ملګرو ملتو په سازمان کې فعال حضور نه لري او اجازه نه ورکول کېږي چې په افغانستان کې د نوي نظام غږ په دغه سازمان کې وچت کړل شي.

اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې فعال همکار دی، د نورو معقولو نظریو ته درناوی کوي او هیله لري چې په افغانستان کې د واکمن نظام په توګه د اسلامي امارت د حق درناوی وشي چې خپل نظر په نړیوالو غونډو کې بیان کړي.

هیله ده چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتو سازمان د امنیت شورا پراخ او مثبت نظر ولري.

ج

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا