ټولنه

په ننګرهار کې په خپل سر جوړ شوي کورونه ړنګ شول .

کابل باختر د غبرګولي شپاړسمه

   دننګرهار ولايت سيمه ئيز مقامات وايي په دغه ولايت کې  په خپل سر څه ناڅه درې سوه جوړ شوي کورونه دپوليسو له خوا ويجاړ شول .

 درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه کورونه  دسره رود ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشيخ مصري دګذر په نامه  سيمه کې په خپل سر جوړ شوي و .

   دننګرهار  دوالي ويندوى احمد ضيا عبدالزي  باختر اژانس ته وويل  دغه کورونه دغالي اوبدلو دصنعتي پارک په ساحه کې  په غير قانوني ډول جوړ شوي وو .

 جمهور رييس حامدکرزي  په ١٣٨٦ کال کې فرمان صادر کړي و  چې دسره رود ولسوالۍ دشيخ مصري په سيمه کې  زر جريبه ځمکه  دى  غالي  اوبدونکو ته صنعتي پارک جوړ شي .

 دننګرهار ولايت دغالي اوبدونکو  داتحاديي رييس ضيا الرحمن وايي له زياتو هلوځلو وروسته او دولايت دمقام په همکارۍ  په دې بريالي شوي دي چې دغه ځمکه  دهغوى په واک کې  ورکړشي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته