
کابل، د زمري ۱٥ مه، باختر
د ملګروملتو سازمان د بشري حقونو ځانګړى رپوټ ورکوونکى وايي: په کابل کې پرونۍ چاودنه د هغو جنايتونو دوام دى چې مسووليت یې داعش پرغاړه اخيستى دى.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ د ملګروملتو سازمان د بشرحقوقو ځانګړى رپوټ ورکوونکى او د اروپا د اتحاديې استازي په جلا جلا تويټونو کې د کابل ښار په لوېديځ کې چاودنه غندلې ده.
په افغانستان کې د ملګروملتوسازمان د بشري حقونو ځانکړي رپورټر ريچارد بنيت دغه چاودنه غندلې او ويلي يي دي چې دا پېښه د هغو جنايتونو دوام دى چې مسووليت يې داعش پرغاړه اخيستى دى.
هغه د دې چاودنې د قربانيانو له کورنيو سره غم شريکي څرګنده کړې او اسلامي امارت يې د افغانستان خلکو د امنيت تامينولو په اړوند مسوول بللي دي.
دغه راز د اروپا اتحاديې ځانګړي استازي تامس نيکلسن هم دغه چاودنه غندلې او د قربانيانو له کورنيو سره يې غمشريکي څرګنده کړې ده.
نيکولسن ټينګار کړى، چې د دې چاودنې عاملين بايد ونيول شي او عدالت ته وړاندې شي.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند ناصر کنعاني ويلي، چې د اسلامي امارت مقامات دې بايد په جوماتونو کې د حسيني عزادارانو او په دغه هېواد کې د نورو مذهبي مراسمو امنيت تامين کړي او په دې لاره کې خپلوهڅو ته دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون ماښام د يو ماين چاودنې له امله چې د خلکو دښمنانوله خوا د کابل ښار د ١٣ ناحيې د سر کاريز په سيمه په يوه کراچۍ کې ځاى پرځاى شوی و ٨ تنه ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان شول چې مسووليت يې د داعش ډلې پر غاړه واخيست.
\ ذ