امنیت

په جوزجان کې د چاودنې مخه ونيول شوه

کابل – باختر د ورى دمياشتې ١٥
د جوزجان ولايت پوليسو نن په دغه ولايت کې د يوې چاودنې مخه ونيوله.
د آقچې ولسوال رحمت الله د باختر آژانس خبريال ته وويل: په چاوديدونکو توکو بار موټر چې په وينو او خاوروکې زموږ دبې ګناه هيوادوالو دلړلو او دلت پت کولو په مقصد د آقچې ښارته ليږدول شوى و؛ د پوليسو له خوا له پيژندلو وروسته ونيول شو.
د خبرځاى دڅرګندونو له مخې: د قضيې په اړوند يو تن نيول شوى او دوه تنه نوريې په تيښتي بريالي شوي دي.
د پيښې په باب د پوليسو تحقيقات دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته