نړۍ

د پاکستان حکومت او مخالفينو خبرې له سره پيل کړې

اسلام اباد ايرنا  باخترد وږي دمياشتې  ١٥  :
د پاکستان د حکومت او  د يوه ستر مخالف ګوند تحريک انصاف په استازيتوب هيتونو  پرون مازيګر بيا د سياسي بحران د پاى ته رسولو لپاره خبرې پيل کړې .
د پاکستان داقتصاد اوماليې وزير اسحق  دار  او د عمران  خان په مشرۍ د ګوند يوه سترغړي شاه محمودقريشي د دغو مرکچي هيتونو مشرتوب په غاړه لري .
دغو  دوو سياسي شخصيتونو دخبروله دغه پړاو څخه وروسته له خبريالانو سره په  خبرو کې ټينګار وکړچې دخبرو په دغه پړاوکې پرمختګ شوى دى او ټاکل شوې ده  چې دغه خبرې نن هم دوام ومومي.
اسحق دار وويل: د تحريک انصاف ګوند پخوا د اوسني سياسي بحران د پاى ته رسولو لپاره خپله پيشنهادي طرحه په ليکلي ډول حکومت ته وړاندې کړې ده او حکومت هم د پنجښنبې په ورځ دغې پيشنهادي طرحې ته خپل ځواب اعلام کړ.
له دې امله خبرو پرون او نن د دغې موضوع په باب تمرکز درلود او دواړه لوري هوډمن دي چې موافقې ته ورسيږي.
دپاکستان دولت په يوه ر پوټ کې اعلام کړى دى چې په دغه هېواد کې اوسني سياسي بحران تراوسه پورې دپاکستان اقتصاد ته  دنږدې پنځه نيمو ملياردو ډالرو  تاوان اړولى دى .
په پاکستان کې اوسني سياسي بحران  د روان کال  د زمري د مياشتې له ٢٣نيټې  څخه دحکومت د دوو سترو مخالفو ګوندونوتحريک انصاف او دپاکستان دوګړني غورځنګ دمشرانو  عمران خان او دطاهر القادري د زر ګونو تنو پلويانو په ګډون  دپاکستان په پايتخت اسلام آبادکې پيل شوى دى او د تيرې شنبې او دوشنبې په ورح په تاوتريخوالي واوښت چې داعتراض کوونکو او دپوليسو دځواکونو ترمنځ دنښتې په بهيرکې څه ناڅه  درې تنه ووژل شول اوپه سلګونو تنه نور ټپيان شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته