سیاست

دمبارکۍ پيغام.

-کابل باختر د تلې لومړي:
د انجینیر صاحب حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي او افغان دولت ترمنځ د سولې
د لاسلیک شوی تړون په اړه د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال انجینیر محمد
خان د مبارکۍ پیغام
ډیرد خوښۍ ځای دی چې نن د افغانستان د اسلامي جمهوری دولت او د
انجینیرصاحب حکمتیار ترمشرۍ لاندې د حزب اسلامي ترمنځ د سولې تړون د
لاسلیک شاهدان ؤ.
له حزب اسلامي سره د سولې تړون لاسلیک کیدل دا ثابتوي چې افغان دولت په
هېواد کې د سولې د ټینګښت لپاره صادقانه توګه هلې ځلې کوي ترڅوپه
افغانانو تپل شوې جګړپای ومومي .
د افغان حکومت په ټولو وسله والو مخالفینو غږ کوم چې له دې فرصت څخه په
ګټې اخیستنې سره له جګړې لاس په سر شي او د سولې او خبرو اترولار غوره
کړي.
ددې ترڅنګ د سولې د عالي شورا اود ملي وحدت د حکومت له مشرانو او
همدارنګه د حزب اسلامي د امیر انجینیر صاحب حکمتیار څخه هم مننه کوم چې د
سولې د ټینګښت په برخه کې يې قربانۍ ته ځان حاضر کړ اوپه پوره اخلا ص يې
د سولې خبرې سرته ورسولې.
له څښتن تعالی څخه مې آرزو داده چې په ګران هېواد کې نور د ا فغانانو وینه
تویې نه شي او دغه تپل شوې جګړه نوره بنده شي، ترڅو مو ګران هېواد وال
وکولای شي چې په ډاډمنه او د مینې او اخلاص څخه په ډګه فضا کې خپل ژوند
ترسره کړي.
په ګران هېواد کې د تل پاتې سولې په هېله .    

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته