نړۍ

د ملګرو ملتو سا زمان د يوپريکړه ليک په صادر ولو سره د عربستان دسفير د ترورطرحه محکومه کړه

په ا مريکا کې د سعودي عر بستان دسفير د ترور دطرحى د محکومولو په باب ددغه هيواد پيشنهادي پريکړه ليک د ملګرو ملتو دسا زمان په عمو مي ټولنه کې تصويب شو

په دې پريکړه ليک کې له ايران څخه غو ښتنه شوې ده چې په دې برخه کې له نړيوالو ټولنو سره همکاري و کړې

دباختر اطلاعا تي اژانس د نړيوالو خبري منا بعو له خو لې خبر را کړ په دې پريکړه ليک کې چې د نوامبر په اتلسمه نيټه د لړم په اووه ويشتمه نيټه ) تصويب شوى دى په دې کار کې په مستقيمه تو ګه په ايران تور نه دى لګول شوى ، خو له ايران څخه غو ښتنه شوې ده دديپلو ما تا نو د ځان د سا تنې په بر خه کې دنړيوالو ژمنو در نا وي و کړې

د ملګرو ملتو سا زمان په پريکړه ليک کې دغه راز له ايران څخه غوښتنه شوې ده هغه کسان چې په دغو عمليا تو کې لاس لري ، محکمې ته وسپاري خو د ملګرو ملتو په سا زمان کې د ايران استازي محمدخزاعى په دې با ور دى چې دغه پريکړه ليک په مشخصه تو ګه ښيې چې ايران په دغى اد عا شوې تو طئه کې لاس لري

خزا عى وا يي چې دغه متن په مخکينې قضا وت سره برا بر شوى دى

په هغه خبر کې چې د ايران د اسلا مي جمهوريت دخبري ا ژانس له لارى دخزاعى په خبري کنفرا نس کې خپور شوى هغه هيوادد نه ثابت شوې اد عا ګانو له ا مله چې زما له هيواد سره پخوا نې دښمنې لري برا بر شوى دى او موږ يې په کلکه رده وو

د ا مريکا قضا يې مقا مو نو څه نا څه دوه مياشتې مخکې ديو ايراني تبار امريکا يې د نيولو خبر ورکړ چې ددوى دڅرګند ونو له مخې غو شتل دحرفه يي سړى وژونکو په اجير کولو سره په واشنګټن کې دسعودي عربستان سفير ووژنې

له غړو هيوادو نو څخه چې ددغه پريکړه ليک په رايې ورکولو کې ګډون درلو د ١٠٦ هيوادو نو پريکړه ليک ته مثبته را يه ورکړه نهو هيوادو نو منفى او ٤٠ هيوادو نو په رايې ورکولو کې ګډون ونه کړ

په ايران سربيره چى دغه پريکړه ليک ته يي منفى را يه ورکړى ده هغه ارمنستان ، شمالى کوريا، بوليوى ، کيوبا، اکوادور ، نيکاراګوا ،وينزويلا او زمبيا دي

دملګرو ملتو په سا زمان کې د سعودې عربستان استا زى هم وويل: دغه پريکړه ليک هيڅ يو ځانګړى هيواد نه دى مخاطب کړى ، يواځى هغه دليل چې ايران پکى ياد شوى دى اصلي تورن په خپلو اعترافو نو کې د ايران نوم ته اشاره کړې ده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته